د امریکا د آرکانزاس ایالت پولیس وایي چې د یاد ایالت په یو سوپر مارکیټ کې د ډزو له امله درې غیرنظامیان وژل شوي او دوو پولیسو په ګډون لس کسان ټپیان شوي دي.  

د راپورونو له مخې، دا پېښه پرون جمعه د چنګاښ لومړۍ نېټه د ارکانزاس ایالت په مرکز کې ریتل راک ښار ته نږدې په ۱۰۰ کیلو مترۍ مې شوې ده.

د ارکانزاس د پولیسو مدیر ویلي چې بریدګر د پولیسو په ډزو سخت ټپي شوی دی.

ویل کېږي چې د دې پېښې د ټپيانو وضعیت نازک دی.

تر دې مخکې په شمالي کارولینا کې هم د ډزو په پایله کې درې پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي وو.

په همدې حال کې په امریکا کې وسله‌وال تاوتریخوالی په بې ساري ډول زیات شوی او اکثره عامه ځایونه لکه ښوونځي، شاپینګ مالونه، کلیساګانې او د کوڅو په ګوندونو بریدونه کیږي.

د وسله‌والو تاوتریخوالی آرشیف (GVA) د راپور له مخې، په 2023 کې، په متحده ایالاتو کې ۴۲ زرو ډېر خلک د سړو او ګرمو وسلو سره وژل شوي.