د پاکستان پوځ ویلي، خیبر پښتونخوا کې د سړک غاړې بم چاودنه کې لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د پاکستان پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پرون جمعه د جون ۲۱مه د خیبر پښتونخوا کې شوې او د سړک غاړې بم چاودنه کې لږ تر لږه پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

پوځ زیاته کړې چې په سیمې کې د لټون عملیات پیل شوي او د دې پیښې عاملین به عدالت ته سپاري.

 تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړې نه ده اخیستې.

 د پاکستان تحریک طا لبان ډلې تر دې وړاندې ویلي وو چې په لوی اختر کې د درېیو ورځو لپاره د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره یې اوربند کړی دی.

 د یادولو ده چې اسلام اباد په وار وار ویلي چې پاکستاني طا لبان په افغانستان کې د افغان طالبانو تر څار لاندې فعالیت کوي‌.