د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په بېلابېلو ناروغیو اخته څه باندې لس زره کسان باید له غـ.زې څخه و ایستل شي. 

د دې سازمان مشر «ټیډروس ادهانوم ګیبریسون» ویلي چې د شکرې، رواني، زړه ناروغانو او د جګړې له امله د ټپیانو په ګډون باید له لسو زرو ډېر وګړي د درملنې په موخه له غـ.زې څخه وایستل شي.

ښاغلي ګیبریسون په خپله ایکس پاڼه دا هم لیکلي چې په تېره یوه میاشت کې له یاد ښار څخه هېڅ ناروغ د درملنې په موخه نه دی ایستل شوی. 

د روغتیا نړیوال سازمان مشر د رفح ښار په ګډون د ټولو ممکنه لارو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د غـ.زې د ناروغانو درملنه باید په نورو هېوادونو کې وشي. 

د روغتیا نړیوال سازمان تر دې وړاندې په غـ.زه کې د اسراییلو د بریدونو له امله رامنځته شوی وضعیت د اندېښنې وړ بللی و.

د ویلو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په غزې کې د اسراییلو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰ زرو ډېر فلسطینیان وژل شوي دي.