هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پلازمېنه کې د ګرمۍ له امله پنځه تنه مړه شوي دي.

د ټایمز‌اف‌انډیا ورځپاڼې پرون چهارشنبه د جون ۱۹مه راپور ورکړی چې پلازمېنې نوي ډيلي کې د تودوخې سختې څپې په دې اوونۍ کې پنځه کسان مړه کړي دي.

راپورونه زیاتوي تېره شپه په تېرو شپږو کلونو کې تر ټولو ګرمه شپه بلل شوې.

په ټوله اسیا کې میلیاردونه وګړي په دې دوبي کې د سختې تودوخې سره مخ دي.

ساینس‌پوهان وايي، د انسان له‌خوا پرمخ وړل شوي اقلیم بدلون خراب شوی دی.

تر دې وړاندې د هند په اوترا پرادېش، اودیشا او بیهار ایالتونو کې هم د غبرګولي ۱۱مه د سختې ګرمۍ له امله د ټاکنیزو کارکوونکو په ګډون لږ تر لږه ۳۳ تنه مړه شوي وو.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې هند کې به سږ کال تر ټولو ګرم اوړی وي.