کاناډا د ایران سپاه پاسداران ځواکونه د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل او همداراز له خپلو اتباعو څخه یې وغوښتل چې له ایران ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د ایران ځواکونو په ۲۰۲۰ کال کې یوه اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکه نسکوره کړه چې په کې د ۸۵ کاناډایانو په ګډون ۱۷۶ مسافر ووژل شول.

همدارنګه د کاناډا پارلمان تېره میاشت په دې مسلې باندې موافقه رایه ورکړه.

بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني‌ د کاناډا د پارلمان د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي چې دا پرېکړه نا معقوله او تربګني ده.

د کاناډا لومړي وزیر جستن تروډو په ایکس پاڼه کې لیکلي دي: «سپاه پاسداران انقلاب اوس په کاناډا کې د ترهګر سازمان په توګه په نوملړ کې شامل شوی.»

له دې سره امریکا په ۲۰۱۹ کال کې سپاه پاسدران د ترهګر سازمان په توګه پېژندلی وو.

د یادولو ده چې کاناډا تر دې مخکې د ایران د قدس ځواکونه هم د ترهګر سازمان په توګه پېژندلي وو.