د روغتیا نړیوال سازمان ويلي، چې په افغانستان کې د ۱۴۰۲ کال د مرغومي له میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ کال د غبرګولي مياشتي تر ۶مې نېټې پورې د وبا (کولرا) ناروغۍ ۴۶ زره ۷۵۸ پېښې ثبت شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په دې موده کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د نړۍ د ۲۴ هېوادونو په پنځو سېمو کې د وبا ۱۹۴ زره ۸۹۷ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې یو زره ۹۳۲ کسان د دغې ناروغۍ له امله ژوند بایللی دی.

په دې راپور کې راغلي، چې د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځې مدیترانې او همداراز په افریقا، امریکا، سویل ختیځ اسیا او اروپا کې هم لیدل شوي.