افغان اتلان نن ماښام اووه بجې د نړیوال جام په غوره اته پړاو سیالیو کې د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې ده چې افغانستان د نړیوال جام په ۴۳مه لوبه کې هند او افغانستان سره مخامخ کېږي

کرکټ بورډ سه شنبه د جون ۱۸مه د شل اوریز نړیوال جام سیالیو په دویم پړاو کې د غوره اته لوبډلو پړاو کې د افغان اتلانو د سیالیو مهالوېش کړی دی.

د دې مهالوېش له مخې په دویم پړاو کې د افغانستان لومړۍ لوبه له هند سره د جون په ۲۰مه د افغانستان پر وخت اووه بجې ترسره کېږي

د ملي لوبډلې دویمه لوبه به له اسټرالیا سره د جون په ۲۳مه د افغانستان پر وخت د سهار ۵بجې به وي.

همداراز په دویم پړاو کې د افغانستان وروستۍ لوبه به له بنګله دېش سره د جون په ۲۵مه د سهار ۵ بجې ترسره شي.

د افغانستان ملي لوبډله د جون ۱۸مه د لومړي پړاو په وروستۍ لوبه کې له ماتې سره مخ شول

ملي لوبډلې د ۲۰۲۴م کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو د لومړي پړاو په لړ کې خپله وروستۍ لوبه سیالې ویسټ انډیز لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو په توپیر وبایلله.