اسراییل کې د غزې جګړې ښه نه مدیریت له امله د دې هېواد لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو پر ضد لوی لاریون وشو.

دا لاریون د اسراییل د پارلمان له مخې پيل شوې و او د نتنیاهو د کور په لوري یې دوام وکړ.

دوی له حکومت څخه وغوښتل چې د حماس له ډلې سره خبرې وکړې چې یرغمل شوي اسراییلیان بېرته خوشې کړي.

دا لاریون تېره ورځ څو ساعته وروسته له هغې وشوې چې بینیامین نتنیاهو د اسرایيل د جګړې کابینه ړنګه کړه.

له دې سره اسرایيل ویلي دا پرېکړه یې د ملګرو ملتونو او نړیوالو مرسته کوونکو ادارو سره له خبرو اترو وروسته کړې ده.

په غزې کې د جکړې له پيل کېدو وروسته څه باندې یو میلیون فلسطینیان د غزې نورو سیمو ته بې ځایه چې اوس په کمپونو کې اوسېږي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.