په سویس کې د افغانستان شتمنیو (اماني صندوق) تر اوسه څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالر ګټه کړې ده.

په سویس کې د اماني صندوق غړی «شاه محمد محرابي» ویلي،یاد صندوق تر اوسه څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې.

همداراز ښاغلي محرابي د دغه صندوق د جوړولو موخه د ۳.۸ میلیارد ډالرو ساتنه او پالنه ښودلې ده.

بلخوا د ا.ا د اقتصاد وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان ټولې شتمنۍ ازادې کړي.

د یادولو ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د ا.ا له راتګ وروسته د امریکا او اروپا په بانکونو کې د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره شتمنۍ کنګل شوې دي.