ټاس خبري اژانس نن (سې‌شنبه، د جون ۱۸مه) راپور ورکړی چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د شمالي کوريا د مشر کېم‌جونګ‌اون په رسمي بلنه دغه هېواد ته رسېدلی دی.

ټاس خبري اژانس ويلي، چې د شمالي کوريا د مشر کېم‌جونګ‌اون په هوايي ډګر کې د پوتين هرکلی کړی دی.

ټاکل شوې د روسيې او شمالي کوريا مشران پر تجارتي او امنيتي همکاريو خبرې اترې ولري.

دا له ۲۰۱۹ کال راهيسې د پوتين او کيم‌جونګ‌اون څلورمه ليدنه ده.

پوتين شمالي کوريا ته تر خپل سفر وړاندې په يوه مقاله کې ويلي وو، له شمالي کوريا سره به داسې تجارتي او امنيتي اړيکي ټينګ کړي چې د لويديځ له کنټرول بهر وي.

ټاکل شوې ولسمشر ولادیمیر پوتین تر شمالي کوريا وروسته ويتنام ته سفر وکړي.