د ا.ا ویاند خامه پرېس ته ویلي، چې د دوحې د درېیمې ناستې د اجنډا له څېړلو وروسته په دغه ناسته کې د ګډون پرېکړه وکړه.

د ا.ا د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن یکشنبه د غبوګولي ۲۷مه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د دوحې په درېیمه مشورتي غونډه کې ددغه حکومت د یو پلاوي ګډون تایید کړي دي.

نوموړي ویلي د دوحې د درېیمې غونډې د اجندا په اړه بحثونه شوي او ددغو بحثونو په پاې کې په دې غونډه کې د ا.ا د یو پلاوي د ګډون پرېکړه شوې ده.

مجاهد ویلي د پلاوي د غړو ترکیب به وروسته اعلان شي.

 د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې ویلي و د دوحې په غونډه کې به ګډون وکړي. خو دغه وزارت ویلي و چې په دې اړه به وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

د دوحې درېیمه غونډه به ملکرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د جون د میاشتې په ۳۰ او د جولای د میاشتې په اول افغانستان لپاره د یو شمېر هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون ترسره شي.

د ملګرو ملتونو د دوحې د درېیمې مشورتي غونډې د جوړېدو موخه افغانستان سره په ډير څرګند، همغږۍ او رغنده ډول د نړیوالو اړیکو پراختیا ښودل شوې ده.