د کډوالو نړیوال سازمان اعلان ویلي، د ۲۰۲۴ کال د جون له دویمې تر اتمې افغانستان ته له ایران او پاکستانه څه باندې ۷۲ زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان نن یکشنبه د غبرګولي ۲۷مه لیکلي چې، د ۲۰۲۴ کال د جون له ۲ او ۸ تر منځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۷۲ زره افغانان افغانستان ته راستانه شوي دي.

دې بنسټ همداراز ویلي څه باندې ۴۰ زره افغانان له افغانستانه ایران او پاکستان ته تللي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان همداراز سه‌شنبه د غبرګولي ٢٢مه ویلي وو، چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د اروپايي ټولنې په مرسته افغانستان کې له ۱،۲ میلیونه کډوالو سره مرسته کړې ده.

د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه سازمان به د اروپايي ټولنې په همکارۍ د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو او له کوربه ټولنو سره د هغوی د یوځای‌کېدو له اغیزو او ننګونو سره د مقابلې لپاره کار ته دوام ورکړي.

د شمېرو له مخې، ١١ ميليونه يورو به هم پاکستان ته د افغان کډوالو او له طبيعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي لپاره ولګول شي.

په همدې حال کې هېواد ته د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو له راستنېدو او سېلابونو وروسته، په هېواد کې د بشردوستانه مرستو د اړتیاوو شمېر زیات شوی دی.