بغلان کې مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندان «اختر محمد بریالی» تېره شپه له درې تنو ساتونکو سره یې د موټر د چپه‌کېدو په پېښه کې مړ شوی دی.

د مسوولینو په وینا، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې اختر محمد بریالی له کوره د دندې په لور روان و.

بلخوا تېره پنجشنبه د غبرګولي ۲۴مه د ا.ا د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، په فاریاب، لغمان او تخار کې د ترافیکي پېښو له امله ۲۵ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او ترافیکي نښو ته نه پاملرنه تل په هېواد کې د ترافیکي پېښو د رامنځته‌کېدو لاملونه بلل کېږي.