د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف ویلي چې د یاد هېواد هغه دولتي ادارې به تړل کېږي چې دوی ته مالي ګټه نه رسوي.  

د پاکستاني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې دا فرمان لومړي وزیر، شهباز شریف صادر کړی او د بیاکتنې لپاره یې یوې کمېټې کار پیل کړی دی.

ویل کېږي چې په دې ادارو کې د پاکستان د ټولګټو چارو وزارت هم شامل دی.  

دا چې دا ادارې به څه وخت تړل کېږي، په دې اړه څه نه دي ویل شوي.  

پاکستاني حکومت هلته د بریدونو د زیاتېدو ترڅنګ له سختو اقتصادي ستونزو سره هم لاس و ګریوان دی.  

د ویلو ده چې یاد هېواد له خپلې خاورې د ټولو افغان کډوالو د ایستلو خبرداری هم ورکړی او ټینګار یې کړی چې نور هلته هېڅ بهرني اتباع ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.