د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي «ضمیر کابلوف» ویلي چې تاجکستان د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د افغانستان د ګډون مخالفت کوي.

د روسیې د ریا نووستي خبري اژانس راپور ورکړی چې ښاغلي کابلوف هیله څرګنده کړې چې «دوشنبې» به پر خپل دریځ له سره غور وکړي.

هغه زیاته کړې، “روسیې او د ګډون کوونکو اکثریت د شانګهای-افغانستان د تماس کاري ډلې د بیا پیل ملاتړ وکړ. زموږ تاجک شریکان لا هم ځینې ملاحضات لري، خو موږ هیله لرو چې ژر تر ژره پر خپل دریځ له سره غور وکړي.”

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې ویلي چې په نړیوالو غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي شتون د افغانستان په تړاو مهم او اړین دی.