ایټالیایي چارواکي وایي، هغې الوتکې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کَړې چې د ایټالیا دفاع وزیر «ګویدو کروستو» پکې و.

په راپورونو کې د ایټالیایي چارواکو په حواله ویل شوي، چې دا پېښه هغه مهال شوې چې د دوی د دفاع وزیر له بروکسل څخه روم ته سفر کاوه.

ویل کېږي چې د ایټالیا د دفاع وزیر د شمالي اتلانتیک د تړون د سازمان (ناټو) د دفاع وزیرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې، چې د پنجشنبې او جمعې په ورځو (د جون په ۲۴ او ۲۵) په بروکسل کې جوړه شوه، بلجیم ته سفر کړی و. 

د لومړنیو څېړنو له مخې چې د کروستو الوتکه چې د بېرته راستنېدو د تخنیکي ستونزو له امله د روم په Ciampino پوځي هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

تر اوسه د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.