د پکتیکا مسوولان وایي چې تېره شپه هلته یو ماشوم په څاه کې تر غورځېدو څو ساعته وروسته ژغورل شوی دی. 

د مسوولانو په وینا، دا پېښه پرون (جمعه د جوزا ۲۵مه) د پکتیکا ولایت په «دیلې» ولسوالۍ کې شوې او ماشوم له یوې شپې تېرېدو وروسته ژغورل شوی دی.

ویل کېږي، چې دا ماشوم د ځايي مسوولینو او د سیمې د خلکو په هڅو ژغورل شوی او روغتیایي وضعیت ډاډمن ښودل شوی دی.

تر دې وړاندې هم د پکتیکا په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې او لسګونه ماشومانو پکې ژوند بایللی دی. 

بلخوا حکومتي مسوولانو له هېوادوالو غوښتي چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د څاه‌ګانو او برمو سرونه پټ کړي. 

د ویلو ده چې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ژورې څاګانې د وچکالۍ له امله کیندل شوې دي.