په افغانستان کې د کریمیا – کانګو ناروغۍ د زیاتېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې خپرې کړې دي.

کانګو هغه وایروسي ناروغي ده چې له حیوانانو څخه انسان ته د «کنې» په واسطه لېږدول کېږي او مرګونې پایلې لري.   

داکتر فریدالله واعظي کانګو یوه شدیده جلدي ناروغي بولي او په انسانانو کې یې سترې نښې تبه، شدید سردرد، د عضلاتو دردونه، د نس درد او د بدن له بېلابېلو برخو د وینې بهېدل یاد کړي دي.

ښاغلي داکتر واعظي خامه پرس ته وایي، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو لارې تر ډېره د کنې نېښ او د ناروغو حیواناتو له وینې سره تماس دی.

ډاکتر فریدالله واعظي د کانګو وایروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره عامه‌پوهاوی او له حیواناتو سره اړیکه یا د حلالې پر وخت د خوندي جامو کارول مهم بللي دي. 

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دا ناروغي انسان ته په کانګو د ککړې کنې د نېښ له لارې سرایت کوي او بل شخص ته بیا له ناروغ سره د وینې یا بلې اړیکې له لارې خپرېږي. 

د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو د مخینوي لپاره په تازه سپارښتنو کې ویلي چې د حیواناتو د حلالولو پرمهال باید ټول بدن پټ کړای شي او له دستکشو او ساتونکې چپنې څخه استفاده وشي. 

دې سازمان همداراز ویلي چې له حیواناتو سره تر اړیکې او د غوجلې تر پاکولو وروسته باید لاسونه په صابون او پاکو اوبو ووینځل شي او د کنې د له منځه وړلو لپاره له حشره وژونکو درملو استفاده وشي.