د ا.ا د ترافیکو عمومي ریاست وايي چې د اختر په ورځو – شپو کې یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره چمتووالی نیولی دی. 

د سږ کال د کوچني اختر په دریو ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله تر ۹۰ ډېر کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شوي وو.

دا ځل د ترافیکي عمومي ریاست مسوولانو ویلي چې د لوی اختر په ورځو – شپو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره چمتووالی لري.

د مسوولانو په وینا چې د اختر په ورځو کې ګڼه ګوڼه زیاتېږي او دوی له چلوونکو هم غوښتي چې د سفر پر مهال ترافیکي اصول مراعات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې کلونو کې د هېواد په تقریباً ټولو ولایتونو کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ، خراب سړکونه او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

د ویلو ده چې په هېواد کې د ورته پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون ډېر ځله ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.