د کرکټ نړیواله شورا وایي چې د افغان لوبډلې توپ‌اچوونکی «مجیب الرحمن» د ګوتې د ټپ له امله په روان نړیوال جام کې له لوبو بهر شوی دی.  

ویل کېږي، چې د مجیب الرحمن پرځای په روان جام کې د افغان لوبډلې احتیاطي لوبغاړی «حضرت الله ځاځی» له لوبډلې سره یو ځای شوی دی.  

د معلوماتو له مخې چې د مجیب الرحمن د لاس ګوته ټپي شوې او په روان جام کې پاتې سیالیو ته دوام نه‌شي ورکولی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریز جام کې تر دې دمه درې لوبې ګټلې او په اتو غوره لوبډلو کې حساب شوی دی.

د ویلو ده چې د افغان لوبډلې د ۲۰۲۶ نړیوال جام ته هم مستقیمه لاره موندلې ده.  

افغانستان د دریو لوبو په ګټلو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لار موندلې او ټاکل شوې په ياد پړاو کې د هند او استراليا خلاف لوبې وکړي.