د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۴ کال روان شل اوریز نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه سبا د سهار پنځه بجې له پاپه نیو ګیني سره کوي.

افغانستان سبا پاپوانیوګیني ته په ماتې ورکولو سره د اتو غوره لوبډلو پړاو ته لاره پیدا کوي.

بلخوا سره کوربه ویسټ انډیز نن سهار نیوزیلانډ ته په ماتې ورکولو له هند،سویلي افریقا، او اسټرالیا سره د نړیوالو سیالیو د اتو غورو لوبډلو (سوپر۸) پړاو ته لاره پيدا کړه.

کرکټ بورډ تېره دوشنبه د جون ۱۰مه لیکلي وو، چې افغان اتلان د روان شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې د خپلې درېیمې لوبې لپاره د «کرابین ټرېنېډاډ او ټوباګو ټاپو» ته ورسېدل.

همداراز نړیوالو رسنیو لیکي، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي تر ټولو مخکښ او لومړی درجه الراونډر (all-rounder) شوی دی.

‏د یادولو ده چې افغان لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه له یوګاندا او دویمه هم له نیوزیلنډ ګټلې ده.