کوربه ویسټ انډیز نن سهار نیوزیلانډ ته په ماتې ورکولو له هند،سویلي افریقا، او اسټرالیا سره د نړیوالو سیالیو د اتو غورو لوبډلو (سوپر۸) پړاو ته لاره پيدا کړه.

ویسټ انډیز نن پنجشنبه د جون ۱۳مه نیوزیلانډ ته په ماتې ورکولو سره په دغه نړیوال جام کې درېیم پرلپسې بری خپل کړ او همدارنګه بل پړاو ته یې لاره پيدا کړه.

له دط سره د کرکټ په ۲۰ اوریز نړیوال جام کې هند پرون له متحده ایالاتو څخه د اوو ویکټو په توپیر لوبه وګاټله او له شپږو پواینټونو سره د نړیوال جام د اتو غوره لوبډلو ته ووت.

ویسټ انډیز او نیوزلنډ دواړه له افغانستان سره په یو ګروپ (سي ګروپ) کې دي.

بلخوا افغانستان هم د تېرې شنبې په ورځ نیوزلنډ ته ماتې ورکړې وه.

د یادولو ده چې بلخوا افغانستان سبا سهار پنځه بجې پاپوانیوګیني سره لوبه لري او که ملي لوبډلې پاپوانیوګیني ته ماته ورکړي د لوړو پاینټونو له مخې به بل پړاو ته لاره پیدا کړي.