د هند حکومت وايي، د یاد هېواد دوه اتباع د روسي پوځ په لیکو کې له اوکراین سره د جګړې پر مهال وژل شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا دوه اتباع یې د روسیې د پوځ لخوا استخدام شوي وو او له اوکراین سره په روانه جګړه کې وژل شوي دي.  

د یاد وزارت په اعلامیه کې پر روسیه غږ شوی چې نور هندي اتباع  استخدام نه کړي او همداراز له هندي اتباعو غوښتل شوي چې په روسیه کې د دندو پوستونو ته د نوملیکنې پر مهال له احتیاطه کار واخلي.

په ورته وخت کې هندي رسنیو راپور ورکړی چې دا مهال شاوخوا ۲۰۰ هندیان د روسیې د پوځ په لیکو کې د ملاتړو ځواکونو په توګه دنده لري.

د روسیې او اوکراین جګړه د ۲۰۲۲ د فبروي له ۲۴مې پیل او تر نن ورځې دوام لري. روسیه دې جګړې ته په اوکراین کې د نظامي عملیاتو نوم ورکوي.

د ویلو ده چې د دې جګړې له امله تر دې دمه لسګونه زره کسان وژل شوي او لسګونه زره نور بېځایه یا نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي.