نړیوالو رسنیو لیکي، چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی محمد نبي تر ټولو مخکښ او لومړی درجه الراونډر (all-rounder) شوی دی.

د اياس‌‌پي‌ان نړیوالې رسنۍ نن چهارشنبه د غبرګولي ۲۳مه لیکلي چې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې محمد نبي تر ټولو مخکښ او لومړی درجه الراونډر شوی دی.

محمد نبي د کرکټ نړیوالۍ شورا لخوا د ټولچارو(الراونډر) لوبغاړو په تازه اعلان شوې درجه ‌بندۍ کې په شل اووریزو او پنځوس اوریزو لوبو کې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر او پیاوړی ستوری ۳۹کلن محمد نبي عیسی‌خیل تر دې مهاله د افغانستان لپاره ۲۷۰ نړیوالې لوبې کړې دي چې د یوې سلیزې او ۲۱ نیمه سلیزو پر مټ یې ۵۰۸۴ منډې، ۲۵۸ ویکټې او همدارنګه ۱۹۵ کېچونه ترلاسه کړې دي.