د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د اروپايي ټولنې په مرسته افغانستان کې له ۱،۲ میلیونه کډوالو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان پرون سه‌شنبه د غبرګولي ٢٢مه د يوه راپور په خپرولو سره له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړى دى.

د کډوالو د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه سازمان به د اروپايي ټولنې په همکارۍ د افغان کډوالو د بیرته راستنیدو او له کوربه ټولنو سره د هغوی د یوځای‌کېدو له اغیزو او ننګونو سره د مقابلې لپاره کار ته دوام ورکړي.

په راپور کې راغلي چې دا مرستې له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۳ پورې د سېلاب او طبیعي پېښو له قربانیانو، راستنېدونکو او نورو ډلو سره د مرستې لپاره ورکړل شوې وې.

تېره ورځ اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د قحطۍ د ګواښ د مخنیوي په موخه یې په دغه هېواد کې له مرستندویه موسسو سره ۱۲۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي دي.

د شمېرو له مخې، ١١ ميليونه يورو به هم پاکستان ته د افغان کډوالو او له طبيعي پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتووالي لپاره ولګول شي.

په همدې حال کې هېواد ته د څه باندې یو میلیون افغان کډوالو له راستنېدو او سېلابونو وروسته، په هېواد کې د بشردوستانه مرستو د اړتیاوو شمېر زیات شوی دی.