امریکايي رسنیو خبر ورکړی چې په «نیویارک، فېلیدافیا او لانجلس» کې ۸ کسان له داعـ.ش سره د اړیکې په تور نیول شوي دي. 

د «اېن بي سي» د راپور له مخې چې نیول شوي کسان د تاجکستان هېواد وګړي دي او د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د ادارې لخوا نیول شوي دي.  

تر اوسه دا نه ده روښانه چې نیول شویو کسانو په کومو جرمونو کې لاس درلود، خو امریکايي رسنیو د سرچینو پر اساس ویلي چې دغو کسانو له داعش ډلې سره پراخې اړیکې درلودې.

د دغو کسانو د نیول‌کېدو خبر داسې مهال ورکول کېږي چې په وروستیو کې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې وسله‌وال بریدونه هم زیات شوي دي. 

د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر، جو بایډن هم ویلي وو چې د افغانستان په ګډون له ټولو هغو هېوادونو څخه احتمالي ګواښ ته چمتو دي چې «د دوی په باور» چې داعش ډله هم پکې پراخ لاس لري.   

خو بلخوا د نړیوالې ډیپلوماسۍ یو شمېر کارپوهان بیا داعش خپله د امریکا یوه پروژه ګڼي او په وینا یې چې په سیمه کې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره کارول کېږي.