ملګرو ملتونو اسراییلی پوځ د جګړې پر مهال د ماشومانو له حقونو د سرغړونې له امله تور لیست ته غورځولی او هغه یې په غـ.زه کې د ماشومانو له حقونو ستر سرغړوونکي بللي دي. 

  فرانس پرس پرون سې‌شنبې د جون ۱۱مه ناوخته په یو راپور کې ویلي چې ملګرو ملتونو د لومړي ځل لپاره د اسراییلي پوځ پر وړاندې دا اقدام کړی دی. 

بلخوا رویټرز هم په یو ورته راپور کې لیکلي چې اسراییلي پوځ پر ښوونځیو او روغتونونو د پرله‌پسې بریدونو له امله د ملګرو ملتونو له ورته اقدام سره مخ شوي، خو په دې لیست کې د حماس په ګډون یو شمېر نورې ډلې هم شاملې دي. 

په راپورونو کې د ملګرو ملتو د سرمنشي، انتونیو ګوتریش په حواله ویل شوي چې اسراییل، حماس او په سوډان کې یوې شمېر نورې ډلې په ۲۰۲۳ کې د ماشومانو د وژنې او معلولیت له امله د دوی په کلني تور لیست کې حساب شوي دي.

په تېر کال کې د ماشومانو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو له راپور څرګندېږي چې د ۲۰۲۲ په پرتله پروسږ کال د نړۍ په کچه د ماشومانو له حقونو سرغړونې ۳۵ سلنه زیاتې شوې دي. 

د ویلو ده چې په لويديځه غاړه، غـ.زه او ختيځ بيت المقدس کې د ۴۲۴۷ فلسطيني ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونې ۷۸۳۷ پېښې ثبت شوې چې اصلي عاملين يې اسرائيلي پوځيان او ميشت وګړي دي.