الماني رسنیو په «فرانکفورت» ښار کې پرې یوې ښځې د افغان کډوال د برید خبر ورکړی. ویل کېږي چې ښځه سخته ټپي او بریدګر نیول شوی دی.  

رسنیو د فرانکفورت د پولیسو په حواله خبر ورکړی چې دا برید پرون په ساحلي رود ماین سیمه کې شوی دی.

ویل کېږي په پېښه مې دغه ۱۹ کلن افغان ځوان پر یوې ۴۱ کلنې المانۍ ښځې د چاقو ګوزارونه کړي او سخته یې ټپي کړې ده.  

د المان پولیسو ویلي چې دغه بریدګر له برید وروسته په بوټو کې پټ شوی و، خو وروسته نیول شوی. تر اوسه د دغه افغان کډوال د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي. 

دا په جوزا میاشت کې د افغان کډوال لخوا په آلمان کې درېیم برید دی. تر دې وړاندې د «سلیمان عطايي» په نامه یو ۲۵ کلن افغان کډوال د جوزا په ۱۱ پر یوې غونډې برید کړی و چې په پایله کې یې یو پولیس وژلی او پنځه عام خلک یې ټپیان کړي وو.

د ویلو ده چې دغو بریدونو په ټول آلمان کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.