د غزني کې مسووولین تاییدوي چې د دې په مرکز کې د یوې ۵۵ کلنې ښځې مړی موندل شوی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي رسنیو ته وویل، د دغې ښځې مړی نن سهار د خواجه عمري ولسوالۍ د بند سلطان په سیمه کې د ده درات په کلي کې موندل شوی دی.

غزني کې مسووولین وايي، د دغې ۵۵ کلنې مېرمنې جسد د امنیتي ځواکونو په مرسته نږدې روغتون ته وړل شوی دی.

باید وویل شي، چې تر اوسه د دغې وژنې انګېزه نه ده معلومه.

د غزني ولايت چارواکو د دغې ٥٥ کلنې مېرمنې د هويت په اړه څه نه دي ويلي، خو زياته کړې يې ده چې د دغې ښځې د وژل‌کېدو په اړه څېړنې پيل شوې دي