د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان مري.

دغه سازمان نن  (یکشنبه د غبرګولي۲۰مه) یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې دوی د میندو د مړینې د کمولو له جدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره ۳۵۲ میلیونه ډالرو اضافي مرستو ته اړتیا لري.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، دغه میندې او ماشومان په افغانستان کې د امیندوارۍ او ماشوم زیږون پورې د مخنیوي وړ ناروغیو له امله مري.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د نړیوالې ټولنې لازمه بودیجه برابره نه شي، په افغانستان کې به د میندو او ماشومانو د مړینې کچه لوړه شي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي دي.

همدارنګه، د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالي له درې ملیون څخه ډیر خلک اغیزمن کړي چې په کې له ۶۰ زره څخه ډیر د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان او له ۲۴۰ زره څخه ډیر امیندواره او شیدې ورکونکي میرمنې شاملې دي.

تر دې وړاندې د نړۍ یو شمېر روغتیايي بنسټونو په افغانستان کې د میندو د مړینې له زیاتوالي خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې ښځې په دې هېواد کې تر نورو ډېرې زیانمنې دي.

د بېړنیو حالاتو د ادارې د راپور له مخې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري.