سمنګان کې مسوولینو ويلي، د دې ولایت په «خلم» ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه‌کېدو له امله یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان دي.

د سمنګان د امنيه قومندانۍ له مطبوعاتي دفتر نن یکشنبه د غبرګولي ۲۰مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ ماسپښين درې نیمې بجې د دغه ولايت د خلم ولسوالۍ د «نايب‌اباد» په کلي کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ یو پاسو ډوله موټر، چې د بلخ پر لوري روان و د چلوونکي له کنټروله ووت او د سړک ښي اړخ ته چپه شوی دی.

د دې پېښې په پايله کې موټر چلوونکى مړ شوى او يو ماشوم او دوه ښځې ټپيانې دي.

مسوولینو د دغې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌احتياطي او غير قانوني چټکتیا یاده کړې ده.

په وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي نښو نه‌مراعاتول بلل کېږي.