د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي چې سبا او بل سبا (چهارشنبې، پنجشنبې) د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو اټکل شته.

دې ادارې نن سې‌شنبې د جوزا ۸مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سالنګونو په ګډون په شمالي، ختیځ، لوېدیځ او مرکزي ولایتونه به چټک بادونه ولري چې د سرعت کچه به یې په یو ساعت کې له ۶۰ تر ۹۰ کیلو مترو پورې وي.  

د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې له دا بادونه به خاورې او دوړې هم له ځان سره ولري.

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې چټک بادونه دوام لري.

بلخوا د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهانو ویلي چې د بادونو دا څپه به تر روانې جمعې ادامه ولري.