د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين د دغه هېواد له تېرو ټاکنو وروسته په خپل درېيم سيمه‌ييز سفر ازبکستان ته تللی او له خپل ازبک سيال سره يې د «اټومي انرژۍ د تولید دستګاه» د جوړولو تړون لاسليک کړی دی.

اسوشیټېډپرېس خبري اژانس پرون (دوشنبه د ثور ۷مه) د ازبکستان د ولسمشر، شوکت میرضیایف له قوله راپور ورکړی چې روسیه به په ازبکستان کې د اټومي انرژۍ یوه کوچنۍ دستګاه جوړه کړي چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته په منځنۍ اسیا کې د خپل ډول لومړنۍ پروژه ده.

میرضیایوف دا پروژه «حیاتي» او تاشکند ته یې د پوتین سفر «تاریخي» بللي او په وینا یې چې ازبکستان د یورانیمو لویې زیرمې لري، “پوتین، د خپلې برخې لپاره، ژمنه وکړه چې د ازبکستان د (اټومي انرژۍ) بازار کې به د اغیزمن کار کولو لپاره هر څه وکړي.”

د اسوشیټیډ پریس د راپور له مخې چې که دا تړون عملي شي، دا به په منځنۍ اسیا کې د اټومي انرژۍ لومړۍ دستګاه شي او په سیمه کې به د روسیې نفوذ زیات کړي.

بلخوا د روسیې دولتي خبري اژانس «RIA Novosti» د دغه هېواد د دولتي انرژۍ شرکت په حواله خبر ورکړی، چې په دې پروژه کې به د ۳۳۰ میګاواټو په ظرفیت د شپږو ریکټورونو جوړول شامل وي.

روسي رسنیو همداراز راپور ورکړی چې دواړو هیوادونو لا ترمخه د 2.4 ګیګاواټو څخه په ډیر ظرفیت سره د اټومي بټۍ د جوړولو په اړه خبرې کړې وې.

په منځنۍ اسیا کې د دې دستګاه د جوړولو لپاره لومړني تړونونه ښیي چې روسیه به په ازبکستان کې د پروژو د تمویل لپاره د 500 ملیون ډالرو ګډې پانګوونې ته 400 ملیونه ډالر ځانګړي کړي.

د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د پوتین او میرضیایف خبرې داسې مهال شوې چې د روسیې ولسمشر د یکشنبې په ورځ د دې میاشتې په پیل کې د پنځمې دورې لپاره د لوړې له مراسمو وروسته خپل درېیم بهرنی سفر وکړ.

هغه لومړی چین ته لاړ، هلته یې د اوکراین د شخړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو لپاره د چین د وړاندیزونو ستاینه وکړه، او وروسته بیا بیلاروس ته، چیرې چې روسیې تاکتیکي اټومي وسلې ځای په ځای کړي دي.