د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا د افغانستان بشري وضعیت نازک ښودلی او ویلي یې دي چې د ۲۰۱۹ راهیسې تر دې دمه د اړمنو شمېر ۵ برابره زیات شوی دی.  

د بشري چارو د همغږۍ دفتر اجرایوي مدیرې تازه په یوه خبري ناسته کې ویلي چې روان کال په افغانستان کې ۲۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.  

مېرمن ادم ویلي چې دا شمېر د ۲۰۱۹ راهیسې پنځه برابره زیاتوالی ښيي. چې ډېری برخه یې ښځې او ماشومان دي. 

تر دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو مرستندویه ادارو د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د ویلو ده چې په افغانستان کې د تېرې یوې میاشتې سیلابونو له امله بشري مرستو ته د هېوادوالو اړتیا نوره هم زیاته شوې ده.