د ماشومانو د ژغورنې سازمان (سيف د چلډرن) اعلان کړی، چې سږ کال په افغانستان کې له هرو لسو ماشومانو څخه درې يې له لوږې سره مخ دي.

دغه سازمان د دوشنبه د غبرګولي۷ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ټینګار کړی چې د وړاندوینې له مخې به په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۶،۵ میلیونه ماشومان د لوږې له بحران سره مخ شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په افغانستان کې د خوراکي توکو د نه خوندیتوب د زیاتوالي لاملونه سیلابونه، وچکالي او د کډوالو راستنېدل ګڼي.

  دغه سازمان له نړۍ وغوښتل چې په افغانستان کې د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي.

همدارنګه په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې موسسې مشر ارشد ملک هم د هېواد په شمال کې وروستي سېلابونه د ماشومانو لپاره ګواښونکی وضعیت وباله او ټینګار یې وکړ چې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې ۷ زره ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه شوې ده.

د راپورونو له مخې، دې بنسټ د نارینه او ښځینه ډاکټرانو، رواني روغتیا او د ماشومانو د خوندیتوب متخصصینو کلینیک جوړ کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمالي ولايتونو کې وروستيو سيلابونو سلګونه کسان مړه او زرګونه ماشومان يې اغېزمن کړي دي.