اروپايي ټولنه وایي چې دوی د افغانستان له ۲۸ زره سیلاب‌ځپلو سره ۲۰۰ زره یورو مرسته کړې ده.

دې ادارې ویلي چې دا مرسته به تر ډېره په لوېدیځو، شمالي او ختیځو ولایتونو کې له سیلاب‌ځپلو سره وشي.

په دې ۲۰۰ زره یورو مرستې، چې ۱۵٫۵ میلیونه افغانۍ کېږي، د سیلاب‌ځپلو لپاره روغتیايي توکي، سرپنا او د پخلنځي توکي برابر شي.  

تر دې وړاندې هم د نړۍ او سیمې یو شمېر هېوادونو د افغانستان له سیلاب‌ځپلو سره بېړنۍ مرستې اعلان کړې وې. خو دا چې دا مرستې په څه ډول تر خپل‌شویو رسېږي، په دې اړه لا وروستي معلومات نشته.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې تر سختو بارانونو وروسته راوتلو سیلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.  

د ویلو ده چې د دې سیلابونو له امله سلګونه کورونه نړېدلي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.