د پروان مسوولین وایي، د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې یو کس د خپلې ۷۰ کلنې مور د وژلو په جرم نیول شوی دی.  

د پروان امنیې قوماندانۍ ویاند، فضل الرحیم مسکینیار رسنیو ته ویلي چې دا پېښه پرون یکشنبې د جبل السراج ولسوالۍ په عزت خېلو سیمه کې شوې ده.

د هغه په وینا چې دا ښځه د «عبدالرحیم» په نامه د خپل زوی لخوا د ښکاري ټوپک په ډزو وژل شوې ده.

د پروان امنیې قوماندانۍ مسوولینو همداراز ویلي چې د پېښې سیمې ته د امنیتي ځواکونو تر رسېدو دمخه تښتېدلی و، خو د امنیتي ځواکونو لخوا بېرته نیول شوی دی.  

د دې قوماندانۍ د ویاند په وینا چې له نیول شوي کس څخه یې پلټنې پیل شوې دي.

تر دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوې او له امله یې یو شمېر کسان نیول شوي دي.

په افغانستان کې د ورته پېښو ستر لاملونه کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزې بلل شوې دي.