د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې په سېلاب‌ځپلو سیمو کې به څه باندې ۲۲ زرو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کړي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۶مه) په ايکس‌پاڼه کې یو پیغام خپور کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له امله د اوبو رسولو ډېرې شبکې ویجاړې شوې دي.

د یونیسف په وینا په سیلاب‌ځپلو سیمو کې کورنۍ د څښاک، پخولو او حمام لپاره اوبو ته اړتیا لري او هره ورځ به ۱۵ لیتره اوبه په هر کس وویشل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو سلګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې او زیات مالي زيانونه يې اړولي دي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د څښاک د اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی و او ټینګار یې کړی و، چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د افغانستان په اړه د راپورونو له مخې افغانستان په نړۍ کې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو زیان‌منونکی هېواد دی.