د ترکیې چاروکو ویلي، مرسین ـ استانبول لاره کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۰ کسان مړه او ۳۹ کسان ټپیان شوي دي.

 دا پېښه تېره (یکشنبه، د می ۲۶مه) هغه مهال رامنځته شوی چې یو بس له لاری او دوه نور موتر سره ټکر شوي دي او په پایله کې یې ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ویل شوي چې د نهه کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د ترکیې د داخلې وزیر «علی‌یرلی کا»  ویلی، د مسافرینو بس له دیاربکر څخه استانبول ته روان و چې «ترسوس» سیمه کې له یوی لارې او دوه نور موترو سره لګیدلۍ او په پایله کې لس کسان مړه شوي دي.

ټپیان د مرسین او آدانا ښارونو روغتونونو کې د درملنې لاندې دي.

د ترکیې د عدلیې وزارت اعلام کړی چې دی ده پېښې په هکله یې خپلی څیړنی پیل کړي دي.