د افغانستان کرکټ بورډ په شل‌اوریز نړیوال جام کې د افغانستان ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان کړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ تېره ورځ ناوخته یکشنبه د غبرګولي ۶مه پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې،  په شل‌اوریز نړیوال جام کې به ملي لوبډله لومړی دوه تمریني لوبې ترسره کوي.

د کرکټ بورډ په وینا یادې تمریني لوبې به د روانې می میاشتې په ۲۹مه له عمان او دویمه لوبه به د همدې میاشتې په ۳۱مه له سکاټلینډ سره ترسره شي.

بورډ همداراز ویلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله په شل‌اوریز نړیوال کې د یوګاندا، نیوزلینډ، ویسټ‌انډیز او پاپو نیو ګیني هېوادونو لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

کرکټ بورډ تر دې وړاندې ویلي و چې ملي لوبډله د نړیوال جام سیالیو لپاره د بشپړ چمتووالي په موخه خپل تمریناتي کمپ پیل کړی او لس ورځې به دوام وکړي.

د یادولو ده چې د ویسټ انډیز لوبډلې پخوانی نامتو لوبغاړی دووېن براو د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د توپ‌اچونې برخې سلاکار روزونکی ټاکلى دی.