غور کې یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروستیو سېلابونو دوی سخت اغېزمن کړي او اوس لاسنیوي ته اړتیا ده.

پنځوس کلن محب‌الله په دې وروستیو ورځو کې د سختو سیلابونو له امله یې کور ویجاړ شوی او اوس د یوې خیریه موسسې له خوا ورته ورکړل شوې په دغه نیلي کېږدۍ کې له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره ژوند کوي.

دغه سړى چې د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار اړوند د «دره شيخ» د کلي اوسېدونکى دى، وايي: ” سېلاب زموږ کور ويجاړ کړى او د کور ټول ټوکي او اسانتياوې يې له ځانه سره وړي دي. کور، اوس موږ په دې خیمه کې له زیاتو ستونزو سره پرته له کوم اسانتیاو ژوند کوو.”

هغه دا هم وايي، چې په دې سيمه کې د سېلابونو له امله د اوبو ټولې سرچينې له منځه تللي او اوس يې له ناپاکو او خټو اوبو کار اخلي، چې له امله يې د ماشومانو او ښځو په ځانګړي ډول د ناروغيو د زياتېدو لامل شوى دى.

د دره شیخ د کلي یو بل اوسېدونکی ګل‌پري هم د سېلابونو د ویجاړېدو او د خپل ژوند د وضعیت په اړه وايي: “هر څه مو سېلاب ځپلي، زموږ د ژوند وضعیت ډېر خراب دی، اوس موږ ډوډۍ، اوبو او د کور توکو ته سخته اړتیا لرو.”

هغه دا هم زياتوي، چې د شپې يخنۍ او د ناپاکو اوبو استعمال يې ماشومان ناروغه کړي، چې د درملنې توان يې نه لري.

د غور دغه اوسېدونکي په دې ولايت کې د وروستيو ورځو ويجاړونکي سېلابونه بې‌سارې بولي او له دولت او ملي او نړيوالو مرستندويه موسسو څخه غواړي چې د غور د سېلاب ځپلو حالت ته جدي پاملرنه وکړي.

خو د فيروزکوه ښار د دهن دره شيخ اوسېدونکى امان‌الله وايي: “زما ٥٧ کلنو عمر کې مې نه یادېږي چې په دې سيمه کې دې داسې سېلاب راغلی وي، د خلکو حالت ډېره سخته ده، موږ هیله لرو چې حکومت او بنسټونه دې بالغ شي”

دا یوازې د شیخ دره سیمې سېلاب ځپلي نه دي چې د خپل ژوند له وضعیته شکایت کوي، بلکې د مرغاب، چهارسدې، شهرک له ولسوالیو او د غور د مرکز فیروزکوه ښار اړوند له یو شمېر کلیو څخه هم راپورونه د دوی له بد وضعیت څخه خبر ورکوي. د سېلاب قربانیانو

بل خوا د غور ځايي مسوولین په داسې حال کې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستو د لړۍ د پيلېدو خبر ورکوي، چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت د سرې مياشتې ادارې د وروستيو سېلابونو له امله پر ١٥٠ زيانمنو شويو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وېشلي دي.

د غور کې لسګونه کسان په مرکز او ځينو ولسواليو کې د وروستيو ورځو د ويجاړونکو سيلابونو په پایله کې ښځې او ماشومان مړه او خلکو ته د نه جبرانېدونکي زيانونه اوښتي دي.