د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثیانو اعلان کړی چې دوی په سره سمندرګي، مدیترانې سمندرګي او عرب بحیره کې پر دریو کښتیو بریدونه کړي دي.

د حوثيانو د پوځ ویاند، یحیی سريع په صنعا کې د حوثي پلویانو د مظاهرې پر مهال ویلي چې د دوی ځواکونو په سره سمندرګي کې پر دریو کښتیو «یانیس»، «ایسیکس» او «ایم ایس سی الکساندرا» بریدونه کړي دي.

هغه ټینګار کړی چې دغو کښتیو د اشغال شوي فلسطین بندرونو ته پر ننوتلو د بندیز پریکړه «سرغړونې» کړې دي.

په ورته وخت کې د کښتیو قوماندان ادعا کړې چې د داسې کومې پېښې نښې نه دي لیدل شوې.

 د ایران په ملاتړ د حوثي ملېشو بریدونه پر غزې د اسراییلو له بریدونو وروسته د فلسطین د خلکو په ملاتړ په سره سمندرګي کې پیل شوي دي.

تر دې وړاندې د مرکزي قوماندې دفتر (CENTCOM) اعلان کړی و چې د دغه هېواد ځواکونو په یمن کې د یمن تر کنټرول لاندې سیمو کې د حوثيانو څلور بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي.

د راپورونو له مخې، یمني حوثيانو د روان کال له نومبر میاشتې راهیسې په سره سمندرګي کې پر سوداګریزو کښتیو له سلو ډېر د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي.