د پاپوا نیو ګيني په «اینګا» سیمه کې د ځمکې‌ښوېدنې پېښه کې څه باندې ۳۰۰ کسان تر خاورو شوي دي.

له پاپوا نیو ګیني څخه راپورنو ویلي، چې تېره جمعه د غبرګولي ۵مه سهار وختي شاوخوا درې بجې د دې هېواد په اینګا سیمه کې د ځمکې‌ښوېدنې پېښه کې له ۳۰۰ ډېر کسان تر خاورو شوي دي.

د ژغورنکو ټيمونه د شنبې په ورځ د پېښې ځای ته رسېدلي تر څو ځايی کلیوالو سره تر خټو او خاورو لاندې شوو کسانو په راوښکلو کې مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو او سور صلیب نن شنبه د می ۲۵مه ویلي چې د مړه شویو کسانو کره شمېره څرګنده نه ده.

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي «سيرهان اکتوپراک»، ویلي د پاپوا نیوګيني په کوم کلي چې ځمکه ښوېدنه شوې، کابو ۳۸۰۰ کسان اوسېده.

پاپوا نیو ګيني په ارام سمندر کې استرالیا ته نیږدې پروت جزيریي هېواد دی.