د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي چې نن شنبې د جوزا ۵مه په پنځو ولایتونو کې د نسبتاً شدید ورښت اټکل شته.

دې ادارې ویلي چې په بدخشان، تخار، بغلان، کندز او سمنګان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې وي.  

دې ادارې همداراز په یو شمېر ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو اټکل هم کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېره شاوخوا یوه میاشت کې د پرله‌پسې ورښتونو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د ویلو ده چې د وروستیو سیلابونو له امله سلګونه کسان مړه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

بلخوا د هېواد سیلاب‌ځپلو له حکومت او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې د دوی لاسنیوی وکړي.