ایراني چارواکو د هغو تحقیقاتو  لومړنۍ  پایلې خپرې کړې چې د ولسمشر ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او د هغه د ملګرو د چورلکې له سقوط وروسته پیل شوي دي.

د ایران لوی درستیز د پېښې د ابعادو او لاملونو د څیړلو کمېسیون د لومړنیو معلوماتو پر اساس ویلي، چې چورلکه په ټاکل شوې مسیر روانه وه او د الوتنې مسیر يي نه و بدل کړی.

د نوموړي په خبره، د چورلکې پیلوټ له پيښې یوه نیمه دقیقه  مخکې د نورو دوو چورلکو له پیلوټانو سره اړیکه نیولې وه.

ددې معلوماتو له مخې ويل شوي، چې د لوېدلې چورلکې په ټوټو او پارچو  د مرمۍ او يا ورته کوم بهرني څيز نښه نه ده موندل شوې او يادونه شوې، چې له لوېدو وروسته په چورلکه کې اور لګیدنه رامنځ‌ته شوې ده.

د ایران لوی درستیز دا هم وویل، چې د الوتکې عملې سره د کنټرول ټاور د مرکو په جریان کې هیڅ ډول شکمن حالت ندی لیدل شوی خو په وینا یې، د پيښې د ځای صعب العبورۍ ، د هوا نامناسبو شرایطو او تورتم ددې لامل شوي، چې د لټون او ژغورنې هڅې پر وړاندې خنډ رامنځته کړي  او اوولس ساعته وروسته ژغورنکي ډلې د پېښې ځای ته رسیږي.

چارواکي وايي، د پيښې په اړه تخنیکي او عمومي معلومات او موندنې راټول او ارزول شوي او څرګنده شوې چې د ځینو ارقامو ارزولو لپاره نور وخت ته اړتیا ده. دوی وایي، د تحقیقاتو وروستۍ پایلې به د څیړنو له بشپړیدو وروسته شریکې شي.

د ایران ولسمشر ابراهیم  رئیسي د مې په ۱۹ مه د ایران او اذربایجان پر پوله د بند د پرانیستلو په مراسمو کې ګډون وکړ. د رئيسي چورلکه چې  د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان او یو شمیر نورو  چارواکو هم ورسره ملګرتیا کوله  د بیرته ستنیدو پر مهال په یوې غرنیزه او صعب العبور سیمه کې ولویده.

د ابراهیم رئیسي د چورلکې د سقوط پېښه څو ورځې د نړۍ د رسنیو د سر ټکی و.