ننګرهار کې مسوولینو ویلي، د دې ولایت «شېرزاد»ولسوالۍ  اړوند د اسمانی تندر لوېدو له امله درې تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند «حافظ مولوی عبدالبصیر زابلی»ویلي، دا پېښه پرون ( جمعه، د غبرګولۍ ۴مه) رامنځته شوې چې له امله یې دری تنه لومړی ټپیان وو او وروسته یې ژوند له لاسه ورکړ.

د پېښې ځای ته د «شیرزاد»ولسوالۍ امنیه قومندانۍ امنیتی مسوولینو ځان رسولی وو او تپیان یې د ګندمګ کلینیک ته انتقال کړی وو خو ټپیانو خپل ژوند لاسه ورکړی وو.

د یادولو د چې تر دی وړاندې هم په ورته پېښو کې د هېواد بېلابیلو ولایتونو کې  خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.