د هند غوره ليګ سیالیو په لړ کې کلکته نایټ‌رايډرز او سنرايزرز حيدراباد لوبډلو پای‌لوبې ته لاره پيدا کړه.

د ای‌پي‌اېل سیالیو په لړ کې تېره شپه جمعه د می ۲۵مه حیدراباد لوبډلې راجستان رویلز ته د یوې په زړه پورې ماتې وروسته په پای‌لوبه کې کلکته نایټ‌رايډرز سره مخ کېږي.

په دې لوبه کې سنریزر حیدراباد لوبډلې سیالې لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه خو راجستان په ټاکلي شل اورونو کې هدف ونه رسېده او د ۳۶ منډو په توپیر یې ماته وخوړه.

تر دې وړاندې کلکته نایټ‌رایډرز لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د حیدراباد لوبډلې ته ماته ورکړې وه، خو د هند غوره لیګ د نمرو لېست ته په کتو سره حیدراباد لوبډله په دویم مقام کې وه او په دویمه نیمه پایلوبه کې هم د لوبېدو چانس یې درلوده.

د یاد قانون پر اساس کله چې راجستان لوبډلې په نیمه‌پایلوبې کې ار‌سي‌بي ته ماته ورکړه د دویمې پایلوبې ترسره کولو لپاره تېره شپه حیدراباد سره مخامخ شوه.

د کلکتې په لوبډلې کې دوه افغان لوبغاړي هر یو رحمان‌الله ګربز او الله‌محمد غضنفر او د حیدراباد په لوبډلې کې فضل حق فاروقي لوبېږي.

د هند غوره لیګ سیالیو کې د لس لوبډلو برخه اخیستې سره د مارچ پر ۲۲مه پیل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د می پر ۲۶مه نېټه په چېنای کې ترسره شي.

د یادولو ده چې چینای سوپر کېنګز لوبډله د تېر ۲۰۲۳ کال د ای‌پي‌اېل اتله شوې وه.