په هېواد کې له وروستیو مرګونو سیلابونو وروسته د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» وايي چې نړیوال دې د سیلاب‌ځپلو افغانانو لاسنیوی وکړي. 

د ترکیې ولسمشر ټینګار کړی چې په افغانستان کې وروستي سیلابونه بوږنوونکي دي او د نړۍ هېوادونه دې له سیلاب‌ځپلو افغانانو سره مرسته وکړي. 

په افغانستان کې له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د خونړیو سیلابونو په پایله کې د راوتلو سیلابونو امله سلګونه هېوادوالو ژوند بایللی او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.  

تر اردوغان وړاندې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو هم د سیلاب‌ځپلو افغانانو پر لاسنیوي ټینګار کړی و.

پر دې سربېره د ترکیې، ایران، قطر، روسیې، جاپان او ازبکستان په ګډون یو شمېر هېوادونو او مرستندویه بنسټونو د هېواد سیلاب‌ځپلو ته خپلې مرستې رسولې دي.

د ویلو ده چې د هواپېژندنو ادارو لا هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ورښتونو خبرداری ورکړی دی.