د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې اداره وایي چې سبا او بل سبا (جمعه، شنبې) د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو اټکل شته.

دې ادارې نن پنجشنبې د جوزا ۳مه په خبرپاڼه کې ویلي سبا او بل سبا د سالنګونو په ګډون په بدخشان،کنړ، نورستان، پنجشیر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنگان، بلخ، وردګ، بامیان، سرپل، دایکندی، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې د ورښت، چټکو بادونو او سیلابونو د راوتلو اټکل کېږي.

هواپېژندنې ادارې پر دې سربېره په شمالي، شمال‌لوېدیځ، لوېدیځو، جنوبي، جنوب‌لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د لنډمهاله چټکو بادونو خبرداری هم ورکړی دی.
د هواپېژندنې ادارې ویلي چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو او د باد سرعت په یو ساعت کې له ۳۰ تر ۸۰ کیلو مترو اټکل کېږي.

د ویلو ده چې په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې توندو ورښتونو او مرګونو سیلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.