د ازموینو ملي کمېټې اعلان کړی، چې د ۱۳۹۳ لمریز کال ملي ازموینه به په پنځو پړاوونو کې واخیستل شي او لومړی پړاو به یې د ۱۶ ولایتونو له زده‌کوونکو څخه د غبرګولي  ۱۷مه واخیستل شي.

په دې پړاو کې به د وردګو، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کنړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات، غور او نورستان ولایتونو له زده‌کوونکو ازموینه واخیستل شي.